په قلعه حیدر خان کې د اور لګېدلی له امله د لومړنيو شمېرو له مخې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او ټپيان دي

کابل- ایرنا- د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې اعلان وکړ چې تېره شپه د کابل په حیدر خان قلعه کې د اورلګېدنې له امله ۱۰۹ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکو نن یکشنبه د لړم په ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړني راپور له مخې، د یادې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د ګډو ټیمونو د لومړنیو سروی او ارزونې پر بنسټ، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدو پېښې له امله له بده مرغه دوه تنه شهیدان، ۲۶ تنه ټپیان، او ۸۱ تنه برسېرن ټپیان شوي دي. 

خبرځاى زياته کړه: شرکتونو، سوداګرو او کسبه‌کارانو ته له یو میلیون او دوه سوه زره ډالرو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی.

چارواکي وايي، دا لومړني ارقام دي او د سروی او ارزونې د جریان له امله د بدلون وړ دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .